کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اقتصاد وزارت سرپرست: اقتصادي بندیزونه او د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو کنګل کېدل په هېواد کې د فقر او بېکارۍ لامل دي

1 اسد 1402 ساعت 8:47

د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف د افغانستان لپاره د ناروې د کمیټې له مشر تاریا واتر دال سره په کتنه کې د امریکا متحده ایالاتو لخوا د اقتصادي بندیزونو لګول او د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو بندول په هیواد کې د فقر او بیکارۍ د پراخیدو اصلي لاملونه وبلل.


آوا - کابل: د اقتصاد وزارت په وینا، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مشر په دې ناسته کې وویل، چې په افغانستان کې ثبات او امنیت په بېلابېلو ولایتونو کې د دغه بنسټ د پروګرامونو او فعالیتونو د تطبیق لپاره مناسب شرایط او فرصتونه برابر کړی دی.
 
د تريا اوتر دال دغه راز زياته کړه، چې اوسمهال ياده شوې کمېټه شاوخوا ٢٠٠٠ کارکوونکي لري، چې بهرني او افغان اتباع هم په کې شامل دي. دوی په یادو سکتورونو کې فعال دي او د کلیو د اقتصادي ودې په موخه هڅه کوي چې له اړوندو وزارتونو سره په همغږۍ او تفاهم کې پرمختیايي پروژې پیل کړي.
 
ويل شوي دي چې په دې کتنه کې د اقتصاد وزارت سرپرست ځوانانو ته د کاري زمينو د برابرولو، ددغې کميټې له خوا د حرفوي زده کړو دپروګرامونو د پلي کولو او د افغانستان په لرو پرتو سيمو کې د کاري فعاليتونو د پراختيا غوښتنه وکړه .
 
دين محمد حنيف دغه راز د اقتصادي بنديزونو لګول په هېواد کې د بې وزلۍ او بېکارۍ د کچې د لوړېدو لاملونه وبلل او زياته يې کړه: يوازې بشري مرستې نه شي کولاى اړتياوې پوره کړي او شته اقتصادي ستونزې هوارې کړي.
 
نوموړي د نړیوال بنسټونو څخه غوښتنه وکړه چې د اقتصادي لومړیتوبونو له مخې په افغانستان کې د پرمختیایي پروګرامونو او پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي ترڅو کاري فرصتونه رامنځته شي او په تدریجي ډول د بې وزلۍ کچه راټیټه شي.
 


د مطلب کود: 273642

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/273642/د-اقتصاد-وزارت-سرپرست-اقتصادي-بندیزونه-او-افغانستان-بهرنیو-اسعارو-زېرمو-کنګل-کېدل-په-هېواد-کې-فقر-بېکارۍ-لامل-دي

آوا
  https://www.avapress.net