دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۳
د مطلب کود : 273616
په کندز کې د درې میاشتو په موده کې له برښنا شرکت څخه څه باندې ۲۸۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي
د کندز ولایت د برښنا ریاست چارواکي وايي چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې څه باندې ۲۸۰ میلیونه افغانۍ د دغه ریاست خزانې ته جمع شوي چې د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
افغان غږ خبری آژانس: په کندز کې د افغانستان د برښنا شرکت ویاند عمر فاروق سهیل افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د کندز د برښنا شرکت مشر د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۲۸۱،۷۸۶،۹۶۲ افغانۍ عواید راټول کړی دی.
 
هغه زياته کړه، چې د حمل په مياشت کې ٤٧٥١٤زره افغانۍ، د ثور په مياشت کې ١١٥٥٢٣٧٢٠ افغانۍ او د جوزا په مياشت کې ١١٨٧٤٠٣٧٣ زره افغانۍ راټولې شوې دي.
 
په کندز کې د برشنا د ویاند په خبره، د تېر کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۱۸۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي او سږ کال یې عواید ۱۰۰ میلیونه افغانۍ زیاتوالی ښيي.
 
سهیل د عوایدو د زیاتوالي لامل د پیسو پر وخت تادیه، د فساد مخنیوی، غلا، ضایعات او د پیسو راټولولو بهیر کې شفافیت وباله.
 
دا په داسې حال کې ده چې دجمهوریت پر مهال اکثرو زورواکو د بریښنا بیلونه نه ورکول خو د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته ډیرو خلکو خپل بیلونه ژر تر ژره تادیه کړل.
 
https://avapress.com/vdca6enui49n0i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته