دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۲
د مطلب کود : 273524
د ګلبهار د نساجۍ په شرکت کې اور لګېدنه
په کاپيسا ولايت کې د اسلامي امارت سيمه ئيز مسوولين وايي چې په ګلبهار نساجي شرکت کې د اور لګيدو له امله ددغه شرکت دوه ودانۍ چې ١٧ هستوګني يې درلودې سوځيدلي دي .
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالفتاح فایض وايي، چاودنه نن (چهارشنبه، سرطان ۲۸) شاوخوا لس بجې رامنځته شوې ده.
 
هغه زیاته کړه چې اور د "بریښنا د شارتي" له امله رامنځته شوی دی.
 
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه چې اورلګېدنې چاته مرګ ژوبله نه ده اړولې، خو د ګلبهار نساجي شرکت ته يې ډېر مالي زيانونه اړولي دي.
 
د ګلبهار نساجۍ شرکت چې د کاپیسا ولایت په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې موقعیت لري، د هېواد یو له سترو صنعتي شرکتونو څخه ګڼل کېده.
 
دا شرکت په ۱۳۴۳ کال کې جوړ شو او د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ تر وروستیو کلونو پورې فعال و، خو دا د کورنیو جګړو پر مهال غیر فعاله وه.
 
د ورځنيو معلوماتو له مخې، د دغه شرکت په شاوخوا کې د خپلو کارکوونکو لپاره سلګونه کورونه جوړ شوي، چې اوس مهال يې ځايي خلکو ته په کرايه ورکول کېږي.
 
https://avapress.com/vdcirpar5t1ayw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته