کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ګلبهار د نساجۍ په شرکت کې اور لګېدنه

29 سرطان 1402 ساعت 9:22

په کاپيسا ولايت کې د اسلامي امارت سيمه ئيز مسوولين وايي چې په ګلبهار نساجي شرکت کې د اور لګيدو له امله ددغه شرکت دوه ودانۍ چې ١٧ هستوګني يې درلودې سوځيدلي دي .


آوا - کابل: د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالفتاح فایض وايي، چاودنه نن (چهارشنبه، سرطان ۲۸) شاوخوا لس بجې رامنځته شوې ده.
 
هغه زیاته کړه چې اور د "بریښنا د شارتي" له امله رامنځته شوی دی.
 
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه چې اورلګېدنې چاته مرګ ژوبله نه ده اړولې، خو د ګلبهار نساجي شرکت ته يې ډېر مالي زيانونه اړولي دي.
 
د ګلبهار نساجۍ شرکت چې د کاپیسا ولایت په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې موقعیت لري، د هېواد یو له سترو صنعتي شرکتونو څخه ګڼل کېده.
 
دا شرکت په ۱۳۴۳ کال کې جوړ شو او د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ تر وروستیو کلونو پورې فعال و، خو دا د کورنیو جګړو پر مهال غیر فعاله وه.
 
د ورځنيو معلوماتو له مخې، د دغه شرکت په شاوخوا کې د خپلو کارکوونکو لپاره سلګونه کورونه جوړ شوي، چې اوس مهال يې ځايي خلکو ته په کرايه ورکول کېږي.
 


د مطلب کود: 273524

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273524/د-ګلبهار-نساجۍ-په-شرکت-کې-اور-لګېدنه

آوا
  https://www.avapress.com