دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۶
د مطلب کود : 273449
د امریکا د ملي امنیت سلاکار او د قطر لومړي وزیر د افغانستان په اړه خبرې وکړې
د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جیک سلیوان سره په ټیلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د پرمختګونو او د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د دوام پر اړتیا خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (سرطان ۲۶) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو او ستراتیژیکو همکاریو او د یو شمېر نړیوالو او سیمه ییزو مسایلو په اړه هم خبرې وکړې.
 
د افغانستان په اړه د دغو دوو چارواکو د خبرو په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
 
قطر د افغانستان په پرمختګونو په تېره بیا په وروستیو کلونو کې اغېزمن رول لوبولی دی او امریکا څو ځلې د دغه هېواد د وتلو په بهیر کې د مرستې او د افغانستان په چارو کې د رغنده رول له امله ستایلی دی.
 
د امریکا او اسلامي امارت تر منځ د سولې تړون په ۲۰۲۰ کال کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو او دا هېواد اوسمهال د هغو کډوالو د لوی شمېر کوربه دی، چې د ایستلو عملیاتو په ترڅ کې دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.
 
https://avapress.com/vdceex8wojh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته