کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا د ملي امنیت سلاکار او د قطر لومړي وزیر د افغانستان په اړه خبرې وکړې

27 سرطان 1402 ساعت 15:36

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جیک سلیوان سره په ټیلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د پرمختګونو او د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د دوام پر اړتیا خبرې وکړې.


آوا - کابل: د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (سرطان ۲۶) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو او ستراتیژیکو همکاریو او د یو شمېر نړیوالو او سیمه ییزو مسایلو په اړه هم خبرې وکړې.
 
د افغانستان په اړه د دغو دوو چارواکو د خبرو په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
 
قطر د افغانستان په پرمختګونو په تېره بیا په وروستیو کلونو کې اغېزمن رول لوبولی دی او امریکا څو ځلې د دغه هېواد د وتلو په بهیر کې د مرستې او د افغانستان په چارو کې د رغنده رول له امله ستایلی دی.
 
د امریکا او اسلامي امارت تر منځ د سولې تړون په ۲۰۲۰ کال کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو او دا هېواد اوسمهال د هغو کډوالو د لوی شمېر کوربه دی، چې د ایستلو عملیاتو په ترڅ کې دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.
 


د مطلب کود: 273449

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273449/د-امریکا-ملي-امنیت-سلاکار-او-قطر-لومړي-وزیر-افغانستان-په-اړه-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com