دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۳
د مطلب کود : 273164
اروپايي ټولنې کابل ته د ۱۰۰ ټنه طبي توکو او درملو د رارسېدو اعلان وکړ
په افغانستان کې د اروپایی ټولنې د ماموریت مشر اعلان وکړ چې سل ټنه طبي توکي او درمل د کابل د هوايي ډګر له لارې کابل ته را رسېدلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت مشرې رافائلا آیودیس په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د دغو مرستو رارسیدل د افغانستان له خلکو سره د اروپايي ټولنې پیوستون دی.
 
اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم افغانستان ته د هوايي پل له لارې درمل او طبي توکي لېږدول.
 
په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا رامنځته کیدو او د نړیوالې ټولنې له خوا د مرستو له ځنډیدو وروسته اروپايي ټولنې د بشري مرستو لیږلو ته دوام ورکړی دی.
 
https://avapress.com/vdciqpar5t1ayz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته