کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي ټولنې کابل ته د ۱۰۰ ټنه طبي توکو او درملو د رارسېدو اعلان وکړ

22 سرطان 1402 ساعت 9:03

په افغانستان کې د اروپایی ټولنې د ماموریت مشر اعلان وکړ چې سل ټنه طبي توکي او درمل د کابل د هوايي ډګر له لارې کابل ته را رسېدلي دي.


آوا - کابل: په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت مشرې رافائلا آیودیس په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د دغو مرستو رارسیدل د افغانستان له خلکو سره د اروپايي ټولنې پیوستون دی.
 
اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم افغانستان ته د هوايي پل له لارې درمل او طبي توکي لېږدول.
 
په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا رامنځته کیدو او د نړیوالې ټولنې له خوا د مرستو له ځنډیدو وروسته اروپايي ټولنې د بشري مرستو لیږلو ته دوام ورکړی دی.
 


د مطلب کود: 273164

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273164/اروپايي-ټولنې-کابل-ته-د-۱۰۰-ټنه-طبي-توکو-او-درملو-رارسېدو-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com