دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 273147
افغان سرې میاشتې: د کابل په روغتونونو کې ۴۰ ماشومان چې د زړه سوري لري تر درملنې لاندې دي
افغان سرې میاشتې د کابل روغتونونو ته د درملنې په موخه ۴۰ تنه د زړه سوري لرونکي ماشومان معرفي کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن چهارشنبه (سرطان ۲۱) د افغان سرې میاشتې ریاست مطبوعاتي دفتر وايي چې افغاني سرې میاشتې ۴۰ نور ماشومان چې د زړه په سوري ناروغۍ اخته وو د درملنې او عملیاتو په موخه دوو روغتونونو ته استولي دي.
 
افغان سرې میاشتې د ۱۳۹۲ کال په وروستیو ۱۱ میاشتو کې د زړه په ناروغیو اخته ماشومان د درملنې او عملیاتو لپاره بېلابېلو روغتونونو ته معرفي کړل او د درملنې ټول لګښت یې د افغان سرې میاشتې په غاړه دی.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د جرمني خيريه موسسو له خوا دغه هېواد ته د زړه سوري لرونکي ماشومان د درملنې لپاره لېږل شوي وو.
 
https://avapress.com/vdcjxte8auqeavz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته