کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان سرې میاشتې: د کابل په روغتونونو کې ۴۰ ماشومان چې د زړه سوري لري تر درملنې لاندې دي

21 سرطان 1402 ساعت 14:55

افغان سرې میاشتې د کابل روغتونونو ته د درملنې په موخه ۴۰ تنه د زړه سوري لرونکي ماشومان معرفي کړي دي.


آوا - کابل: نن چهارشنبه (سرطان ۲۱) د افغان سرې میاشتې ریاست مطبوعاتي دفتر وايي چې افغاني سرې میاشتې ۴۰ نور ماشومان چې د زړه په سوري ناروغۍ اخته وو د درملنې او عملیاتو په موخه دوو روغتونونو ته استولي دي.
 
افغان سرې میاشتې د ۱۳۹۲ کال په وروستیو ۱۱ میاشتو کې د زړه په ناروغیو اخته ماشومان د درملنې او عملیاتو لپاره بېلابېلو روغتونونو ته معرفي کړل او د درملنې ټول لګښت یې د افغان سرې میاشتې په غاړه دی.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د جرمني خيريه موسسو له خوا دغه هېواد ته د زړه سوري لرونکي ماشومان د درملنې لپاره لېږل شوي وو.
 


د مطلب کود: 273147

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273147/افغان-سرې-میاشتې-د-کابل-په-روغتونونو-کې-۴۰-ماشومان-چې-زړه-سوري-لري-تر-درملنې-لاندې-دي

آوا
  https://www.avapress.com