دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۰
د مطلب کود : 273106
اروپايي ټولنې په افغانستان کې له ۳۵۰ زره مالدارو کورنیو سره د مرستې اعلان وکړ
په کابل کې د اروپايي ټولنې پلاوي اعلان وکړ چې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې به له ۳۵۰ زره زیانمنو شویو کورنیو او مالدارانو سره د هغوی د څارویو د ساتنې او د خوراکي توکو د تنوع په زیاتولو کې مرسته وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کابل کې د اروپایی اتحادیې ماموریت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې په افغانستان کې د هالنډ کمېټې د مالدارۍ له پروګرام سره څه باندې ۵،۷ میلیونه یورو ځانګړې کړی دی.
 
د اروپايي ټولنې د خبرپاڼې له مخې، دغه پروګرام د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې له ۳۵۰ زره زیانمنو مالدارو کورنیو سره د خپلو څارویو د ساتنې او د خوړو د تنوع د زیاتولو په برخه کې مرسته کوي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې د څړځایونو ملاتړ د خوړو خوندیتوب ته وده ورکوي، د ټولنې انعطاف پیاوړی کوي، او د کلیوالي ټولنو سره د انحصار څخه د ځان بسیاینې په لور د لیږد ملاتړ کوي.
 
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیر رافیله ایوډیس وویل: "موږ د افغانستان لپاره د هالنډ له کمیټې سره په ګډه کار کوو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې ۳۵۰،۰۰۰ کورنۍ به د خوړو خوندیتوب او په نړیوالو مرستو لږ تکیه ولري."
 
اروپايي ټولنې تر دې مخکې اعلان کړی و، چې په افغانستان کې د ډېرو زیانمنو خلکو د ژوندانه د ښه والي لپاره یې ۱۲ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
 
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا OCHA وايي، سږ کال په افغانستان کې له ۲۸ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
https://avapress.com/vdce7x8wpjh8fzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته