کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي ټولنې په افغانستان کې له ۳۵۰ زره مالدارو کورنیو سره د مرستې اعلان وکړ

21 سرطان 1402 ساعت 8:40

په کابل کې د اروپايي ټولنې پلاوي اعلان وکړ چې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې به له ۳۵۰ زره زیانمنو شویو کورنیو او مالدارانو سره د هغوی د څارویو د ساتنې او د خوراکي توکو د تنوع په زیاتولو کې مرسته وکړي.


آوا - کابل: په کابل کې د اروپایی اتحادیې ماموریت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې په افغانستان کې د هالنډ کمېټې د مالدارۍ له پروګرام سره څه باندې ۵،۷ میلیونه یورو ځانګړې کړی دی.
 
د اروپايي ټولنې د خبرپاڼې له مخې، دغه پروګرام د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې له ۳۵۰ زره زیانمنو مالدارو کورنیو سره د خپلو څارویو د ساتنې او د خوړو د تنوع د زیاتولو په برخه کې مرسته کوي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې د څړځایونو ملاتړ د خوړو خوندیتوب ته وده ورکوي، د ټولنې انعطاف پیاوړی کوي، او د کلیوالي ټولنو سره د انحصار څخه د ځان بسیاینې په لور د لیږد ملاتړ کوي.
 
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیر رافیله ایوډیس وویل: "موږ د افغانستان لپاره د هالنډ له کمیټې سره په ګډه کار کوو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې ۳۵۰،۰۰۰ کورنۍ به د خوړو خوندیتوب او په نړیوالو مرستو لږ تکیه ولري."
 
اروپايي ټولنې تر دې مخکې اعلان کړی و، چې په افغانستان کې د ډېرو زیانمنو خلکو د ژوندانه د ښه والي لپاره یې ۱۲ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
 
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا OCHA وايي، سږ کال په افغانستان کې له ۲۸ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
 


د مطلب کود: 273106

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273106/اروپايي-ټولنې-په-افغانستان-کې-له-۳۵۰-زره-مالدارو-کورنیو-سره-د-مرستې-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com