دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 273069
پاکستان ته د ۱۶۷ کیلوګرامه مسو د قاچاق مخه ونیول شوه
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د ګمرک چارواکو د یوې لارۍ په کشفولو سره پاکستان ته د ۱۶۷ کیلو ګرامه مسو د قاچاق مخه نیولې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چارواکو په وینا، دغه اندازه مساپر چې په یوه لارۍ موټر کې ځای پر ځای شوی وو، د دغه ولایت د ګمرک د مامورینو له خوا کشف او ضبط شول.
 
دغه چارواکي وايي: د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي کې د ګمرک منسوبینو په یوه لارۍ کې ۱۶۷ کیلو ګرامه تاریاک نیولي چې پاکستان ته قاچاق کېدل.
 
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د دغه ولایت د استخباراتو مدیریت پاکستان ته د ۳۵ ټنه کرومایټ د قاچاق مخه ونیوله.
 
د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت تر ډیره حده پاکستان ته د هیواد د قیمتي ډبرو او کانونو د قاچاق مخه نیولې ده.
 
https://avapress.com/vdcce1qio2bqmx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته