کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان ته د ۱۶۷ کیلوګرامه مسو د قاچاق مخه ونیول شوه

20 سرطان 1402 ساعت 13:47

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د ګمرک چارواکو د یوې لارۍ په کشفولو سره پاکستان ته د ۱۶۷ کیلو ګرامه مسو د قاچاق مخه نیولې ده.


آوا - کابل: د چارواکو په وینا، دغه اندازه مساپر چې په یوه لارۍ موټر کې ځای پر ځای شوی وو، د دغه ولایت د ګمرک د مامورینو له خوا کشف او ضبط شول.
 
دغه چارواکي وايي: د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي کې د ګمرک منسوبینو په یوه لارۍ کې ۱۶۷ کیلو ګرامه تاریاک نیولي چې پاکستان ته قاچاق کېدل.
 
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د دغه ولایت د استخباراتو مدیریت پاکستان ته د ۳۵ ټنه کرومایټ د قاچاق مخه ونیوله.
 
د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت تر ډیره حده پاکستان ته د هیواد د قیمتي ډبرو او کانونو د قاچاق مخه نیولې ده.
 


د مطلب کود: 273069

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273069/پاکستان-ته-د-۱۶۷-کیلوګرامه-مسو-قاچاق-مخه-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com