دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۸
د مطلب کود : 272944
اسلامی امارت: د افغانستان اقتصادي  کړکېچ فقط تبلیغات دي
د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزیر په دغه هېواد کې اقتصادي کړکېچ تبلیغات وبلل.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامی امارت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي په خپلو خبرو کې وويل: "د افغانستان اقتصاد پخوا يو جنګي اقتصاد و او د نشه يي توکو پر سوداګرۍ او اداري فساد پورې تړلى و، خو اوس حالت بدل شوى دى."
 
امیرخان متقی زیاته کړه: د نړیوالې ټولنې له بندیزونو او فشارونو سره سره په هېواد کې د افغانیو ارزښت ثابت دی او د زیربنایی پروژو په تطبیق سره به د هېواد اقتصاد وده وکړی.
 
په ورته وخت کې په افغانستان کې یو شمېر کارپوهان د نړیوالې ټولنې له خوا د مرستو کمېدل په دغه هېواد کې د اقتصادي بحران یو له لاملونو څخه ګڼي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي په دوحه کې د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په حضور کې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړه ټینګار وکړ: چې په افغانستان کې ۲۸ میلیونه وګړي چې ۶ میلیونه یې د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
https://avapress.com/vdcdox0xoyt05n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته