کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامی امارت: د افغانستان اقتصادي کړکېچ فقط تبلیغات دي

18 سرطان 1402 ساعت 13:08

د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزیر په دغه هېواد کې اقتصادي کړکېچ تبلیغات وبلل.


آوا: د اسلامی امارت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي په خپلو خبرو کې وويل: "د افغانستان اقتصاد پخوا يو جنګي اقتصاد و او د نشه يي توکو پر سوداګرۍ او اداري فساد پورې تړلى و، خو اوس حالت بدل شوى دى."
 
امیرخان متقی زیاته کړه: د نړیوالې ټولنې له بندیزونو او فشارونو سره سره په هېواد کې د افغانیو ارزښت ثابت دی او د زیربنایی پروژو په تطبیق سره به د هېواد اقتصاد وده وکړی.
 
په ورته وخت کې په افغانستان کې یو شمېر کارپوهان د نړیوالې ټولنې له خوا د مرستو کمېدل په دغه هېواد کې د اقتصادي بحران یو له لاملونو څخه ګڼي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي په دوحه کې د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په حضور کې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړه ټینګار وکړ: چې په افغانستان کې ۲۸ میلیونه وګړي چې ۶ میلیونه یې د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
 


د مطلب کود: 272944

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272944/اسلامی-امارت-د-افغانستان-اقتصادي-کړکېچ-فقط-تبلیغات-دي

آوا
  https://www.avapress.com