دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 272874
د هېواد په ختیځ زون کې د پولیو واکسین څلور ورځنی کمپاین پیلېږي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د پولیو ضد واکسین ځانګړی کمپاین به دا ځل د دغه وزارت له پلان سره سم په ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې پلی شي، چې څلور ورځې به دوام وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کمپاین به د سې شنبې په ورځ (سرطان ۱۷) پیل شي چې شاوخوا ۱،۲ میلیونه ماشومان به د پولیو ضد واکسین شي.
 
په همدې حال کې د پولیو د له منځه وړلو د ملي بیړني مرکز مشر ډاکټر نیک ولي شاه مومن له کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان واکسین کړي څو له دغې خطرناکې ناروغۍ څخه ځانونه وژغوري.
 
د يادونې ده، چې د روان کال له پيله تر اوسه په ټول هېواد کې د پوليو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcfe0d0jw6deca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته