کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په ختیځ زون کې د پولیو واکسین څلور ورځنی کمپاین پیلېږي

17 سرطان 1402 ساعت 10:05

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د پولیو ضد واکسین ځانګړی کمپاین به دا ځل د دغه وزارت له پلان سره سم په ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې پلی شي، چې څلور ورځې به دوام وکړي.


آوا: د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کمپاین به د سې شنبې په ورځ (سرطان ۱۷) پیل شي چې شاوخوا ۱،۲ میلیونه ماشومان به د پولیو ضد واکسین شي.
 
په همدې حال کې د پولیو د له منځه وړلو د ملي بیړني مرکز مشر ډاکټر نیک ولي شاه مومن له کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان واکسین کړي څو له دغې خطرناکې ناروغۍ څخه ځانونه وژغوري.
 
د يادونې ده، چې د روان کال له پيله تر اوسه په ټول هېواد کې د پوليو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
 


د مطلب کود: 272874

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272874/د-هېواد-په-ختیځ-زون-کې-پولیو-واکسین-څلور-ورځنی-کمپاین-پیلېږي

آوا
  https://www.avapress.com