دخپریدو نیټه :جمعه ۱۶ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۲
د مطلب کود : 272860
د جاپان سفیر د افغانستان اوسنی امنیت په تېرو څلورو لسیزو کې بې ساری وباله
په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په کتنه کې په افغانستان کې د امنیت تامین په تیرو څلویښتو کلونو کې بې ساری وباله.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن د سرطان په ۱۶ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا دغه څرګندونې نن له امیر خان متقی سره په کتنه کې وکړې.
 
په دغه کتنه کې د جاپان سفیر هم ویلي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره د نشه يي توکو، پوهنې، د اقلیم د بدلون، تاریخي ابداتو، روغتیا او نورو برخو کې همکارۍ پراخې کړي.
 
په همدې حال کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل، نړۍ باید په افغانستان کې د امنیت، نشه یي توکو، پوهنې، په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې، روغتیایي خدمتونو او نورو برخو کې له لاسته راوړنو سترګې پټې نه کړي.
 
متقي ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید داسې حل لاره غوره کړي چې اسلامي امارت یې په ملاتړ مثبت لوري ته ولاړ شي.
 
خبرپاڼه همدا راز زیاتوي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د متقابل عمل او د همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ.
https://avapress.com/vdcaiunuw49n0a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته