کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جاپان سفیر د افغانستان اوسنی امنیت په تېرو څلورو لسیزو کې بې ساری وباله

16 سرطان 1402 ساعت 13:02

په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په کتنه کې په افغانستان کې د امنیت تامین په تیرو څلویښتو کلونو کې بې ساری وباله.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن د سرطان په ۱۶ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا دغه څرګندونې نن له امیر خان متقی سره په کتنه کې وکړې.
 
په دغه کتنه کې د جاپان سفیر هم ویلي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره د نشه يي توکو، پوهنې، د اقلیم د بدلون، تاریخي ابداتو، روغتیا او نورو برخو کې همکارۍ پراخې کړي.
 
په همدې حال کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل، نړۍ باید په افغانستان کې د امنیت، نشه یي توکو، پوهنې، په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې، روغتیایي خدمتونو او نورو برخو کې له لاسته راوړنو سترګې پټې نه کړي.
 
متقي ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید داسې حل لاره غوره کړي چې اسلامي امارت یې په ملاتړ مثبت لوري ته ولاړ شي.
 
خبرپاڼه همدا راز زیاتوي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د متقابل عمل او د همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ.


د مطلب کود: 272860

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272860/د-جاپان-سفیر-افغانستان-اوسنی-امنیت-په-تېرو-څلورو-لسیزو-کې-بې-ساری-وباله

آوا
  https://www.avapress.com