دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 272824
د خوړو او درملو ملي اداره: ازیترومایسین کپسول د استفادي وړ نه دي
د اسلامي امارت د خوړو او درملو ملي ادارې د ازیترومایسین کپسولونو د لابراتوار ازموینې پایلې بې ګټې اعلان کړې ځکه چې په هر کپسول کې د دې درملو اندازه له ټاکلې اندازې دوه چنده زیاته ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د خوړو او درملو ملي ادارې په خپله ټویټر پاڼه کې یو ویډیویي ټیپ خپور کړی او ویلي یې دي: د (جین لیډ) په نوم د ازیترومایسین کپسول د ساینس لمیټډ (Bio Gene Life) شرکت محصول د بیچ نمبر 22k009  سره د لابراتوار ازموینې وروسته ترلاسه شوي چې په هر کپسول کې د ایزیترومائسین مقدار ۵۲۴ ملی ګرامه ده، په داسې حال کې چې په هر کپسول کې د ازیترومایسین مقدار د ۲۵۰ ملی ګرامه باید وي.
 
https://avapress.com/vdcauunuy49n0a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته