کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو او درملو ملي اداره: ازیترومایسین کپسول د استفادي وړ نه دي

15 سرطان 1402 ساعت 11:23

د اسلامي امارت د خوړو او درملو ملي ادارې د ازیترومایسین کپسولونو د لابراتوار ازموینې پایلې بې ګټې اعلان کړې ځکه چې په هر کپسول کې د دې درملو اندازه له ټاکلې اندازې دوه چنده زیاته ده.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د خوړو او درملو ملي ادارې په خپله ټویټر پاڼه کې یو ویډیویي ټیپ خپور کړی او ویلي یې دي: د (جین لیډ) په نوم د ازیترومایسین کپسول د ساینس لمیټډ (Bio Gene Life) شرکت محصول د بیچ نمبر 22k009  سره د لابراتوار ازموینې وروسته ترلاسه شوي چې په هر کپسول کې د ایزیترومائسین مقدار ۵۲۴ ملی ګرامه ده، په داسې حال کې چې په هر کپسول کې د ازیترومایسین مقدار د ۲۵۰ ملی ګرامه باید وي.
 


د مطلب کود: 272824

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272824/د-خوړو-او-درملو-ملي-اداره-ازیترومایسین-کپسول-استفادي-وړ-نه-دي

آوا
  https://www.avapress.com