دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۳
د مطلب کود : 272813
افغان سره میاشت: په کابل کې د زړه په ناروغۍ د اخته ۳۰ ماشومانو درملنه کېږي
د افغان سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ۳۰ تنه نور ماشومان د جراحۍ او درملنې لپاره په کابل کې یوه داخلي روغتون ته معرفي شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تیر کال کې په دې ناروغۍ اخته څه د پاسه ۱۳۵۲ ماشومان د درملنې په موخه بېلابېلو روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
 
باید وویل شي، چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ماشومانو د زړه د سوري ناروغۍ زیاتې شوې دي.
 
په تېرو دوو لسیزو کې لسګونه ماشومان د زړه د سوري له امله جرمني ته د درملنې لپاره استول شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcizrarpt1ayv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته