کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان سره میاشت: په کابل کې د زړه په ناروغۍ د اخته ۳۰ ماشومانو درملنه کېږي

15 سرطان 1402 ساعت 9:13

د افغان سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ۳۰ تنه نور ماشومان د جراحۍ او درملنې لپاره په کابل کې یوه داخلي روغتون ته معرفي شوي دي.


آوا - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تیر کال کې په دې ناروغۍ اخته څه د پاسه ۱۳۵۲ ماشومان د درملنې په موخه بېلابېلو روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
 
باید وویل شي، چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ماشومانو د زړه د سوري ناروغۍ زیاتې شوې دي.
 
په تېرو دوو لسیزو کې لسګونه ماشومان د زړه د سوري له امله جرمني ته د درملنې لپاره استول شوي دي.
 


د مطلب کود: 272813

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272813/افغان-سره-میاشت-په-کابل-کې-د-زړه-ناروغۍ-اخته-۳۰-ماشومانو-درملنه-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com