دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۳۰
د مطلب کود : 272690
هند له افغانستان سره لس زره ټنه غنم مرسته وکړه
د خوړو نړیوال سازمان وايي، هند له افغانستان سره لس زره ټنه غنم مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دوشنبې په ورځ د سرطان په ۱۲مه، د خوړو نړیوال سازمان په خپل ټویټر کې لیکلي چې مرسته شوي غنم نن هرات ولایت ته ورسیدل او دغه سازمان ته وسپارل شول.
 
په ټویټر کې راغلي چې دا مرستې به په ټول افغانستان کې اړمنو کورنیو ته ورسیږي.
 
تر دې مخکې فوربس انډیا راپور ورکړی و چې هند د اسلامي امارت په غوښتنه افغانستان ته خوراکي توکي لیږي.
 
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ملاتړ ادارې (OCHA) هم نن اعلان وکړ، چې سویس له افغانستان سره ۱،۵ میلیونه فرانک چې ۱،۷ میلیونه امریکايي ډالر معادل دي، مرسته کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcb95b5grhbz0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته