کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند له افغانستان سره لس زره ټنه غنم مرسته وکړه

13 سرطان 1402 ساعت 8:30

د خوړو نړیوال سازمان وايي، هند له افغانستان سره لس زره ټنه غنم مرسته کړې ده.


آوا - کابل: د دوشنبې په ورځ د سرطان په ۱۲مه، د خوړو نړیوال سازمان په خپل ټویټر کې لیکلي چې مرسته شوي غنم نن هرات ولایت ته ورسیدل او دغه سازمان ته وسپارل شول.
 
په ټویټر کې راغلي چې دا مرستې به په ټول افغانستان کې اړمنو کورنیو ته ورسیږي.
 
تر دې مخکې فوربس انډیا راپور ورکړی و چې هند د اسلامي امارت په غوښتنه افغانستان ته خوراکي توکي لیږي.
 
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ملاتړ ادارې (OCHA) هم نن اعلان وکړ، چې سویس له افغانستان سره ۱،۵ میلیونه فرانک چې ۱،۷ میلیونه امریکايي ډالر معادل دي، مرسته کړې ده.
 


د مطلب کود: 272690

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272690/هند-له-افغانستان-سره-لس-زره-ټنه-غنم-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com