افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام نن (دوشنبه، سرطان ۱۲) په یوه ټوېټ کې ویلی چې د دغه سازمان د وړاندوینې له مخې به ۲.۸ میلیونه کسان د خوراکی توکو د نه خوندیتوب په بیړنۍ کچه کې وی.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې دا مهال ۳،۲ میلیونه وګړي په شدید خوارځواکۍ اخته دي.
دې پروګرام راپور ورکړی چې تیره میاشت یې د خوارځواکۍ مخنیوي یا درملنې لپاره ۳۶۷،۰۰۰ ښځو او ماشومانو ته ځانګړي تغذیه شوي خواړه مرسته کړې.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په ۲۰۲۳ کال کې به ۲۸.۸ میلیونه وګړي، یا د افغانستان د نفوس دوه پر درېیمه برخه څو سکتوري بشري مرستو ته اړتیا ولري.