کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د څه دپاسه ١٥ ميليونو وګړو د خوراکي توکو د نه خونديتوب په اړه خبرداری

12 سرطان 1402 ساعت 9:52

د خوړو نړیوال پروګرام د وړاندوینې له مخې، ۱۵.۳ میلیونه خلک د ۲۰۲۳ کال د مې او اکتوبر ترمنځ به د سخت خوراکي نه خونديتوب سره مخ شي.


آوا - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام نن (دوشنبه، سرطان ۱۲) په یوه ټوېټ کې ویلی چې د دغه سازمان د وړاندوینې له مخې به ۲.۸ میلیونه کسان د خوراکی توکو د نه خوندیتوب په بیړنۍ کچه کې وی.
 
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې دا مهال ۳،۲ میلیونه وګړي په شدید خوارځواکۍ اخته دي.
 
دې پروګرام راپور ورکړی چې تیره میاشت یې د خوارځواکۍ مخنیوي یا درملنې لپاره ۳۶۷،۰۰۰ ښځو او ماشومانو ته ځانګړي تغذیه شوي خواړه مرسته کړې.
 
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په ۲۰۲۳ کال کې به ۲۸.۸ میلیونه وګړي، یا د افغانستان د نفوس دوه پر درېیمه برخه څو سکتوري بشري مرستو ته اړتیا ولري.
 


د مطلب کود: 272648

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272648/په-افغانستان-کې-د-څه-دپاسه-١٥-ميليونو-وګړو-خوراکي-توکو-نه-خونديتوب-اړه-خبرداری

آوا
  https://www.avapress.com