دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۸
د مطلب کود : 272617
د حيرتان بندر له لارې هېواد ته څه باندې ۱۲ زره ټنه مالونه واردېږي
د هېواد د اورګاډي ادارې د حيرتان بندر له لارې په يوه ورځ کې د څه باندې ۱۲ زره ټنو مالونو د واردولو اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، پرون د شنبې په ورځ (سرطان ۱۰) ۲۰۷ واگونونه سوداګریز مالونه د حيرتان - مزارشریف د اورګاډي کرښې له لارې هېواد ته داخل شول.
 
د دوی په وینا، وارد شوي توکي ۱۲ زره ۳۰۶ ټنه دي چې ډېری یې نفتي مواد دي.
 
له بلې خوا ويل کيږي چې د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې له حيرتان بندر څخه واردات زيات شوي دي.
https://avapress.com/vdca6unu049n0i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته