دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 272612
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي له بنګله دېش سره د لوبې په موخه دغه هېواد ته رسېدلي دي
د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي د بنګله دېش له لوبډلې سره د درېيو يو ورځنيو لوبو د ترسره کولو په موخه پرون دغه هېواد ته ورسېدل.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله پرون یکشنبه د سرطان په ۱۰ مه له متحده عربي اماراتو څخه بنګله دېش ته ورسېده.
 
د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې په درېیو یو ورځنیو لوبو کې له یو بل سره مخامخ کېږي.
 
د دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړۍ لوبه د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.
 
د افغانستان کرکټ بورډ په خپله خبرپاڼه کې له بنګله دېش سره د مخامخ کېدو لپاره د ملي لوبډلې چمتووالی اعلان کړی دی.
 
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د بنګله دیش د لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ د پیل نه مخکې د تمریناتو په حال کې ده.
https://avapress.com/vdcfy0d00w6deva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته