کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي له بنګله دېش سره د لوبې په موخه دغه هېواد ته رسېدلي دي

11 سرطان 1402 ساعت 13:50

د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي د بنګله دېش له لوبډلې سره د درېيو يو ورځنيو لوبو د ترسره کولو په موخه پرون دغه هېواد ته ورسېدل.


آوا: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله پرون یکشنبه د سرطان په ۱۰ مه له متحده عربي اماراتو څخه بنګله دېش ته ورسېده.
 
د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې په درېیو یو ورځنیو لوبو کې له یو بل سره مخامخ کېږي.
 
د دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړۍ لوبه د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.
 
د افغانستان کرکټ بورډ په خپله خبرپاڼه کې له بنګله دېش سره د مخامخ کېدو لپاره د ملي لوبډلې چمتووالی اعلان کړی دی.
 
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د بنګله دیش د لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ د پیل نه مخکې د تمریناتو په حال کې ده.


د مطلب کود: 272612

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272612/د-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډلې-لوبغاړي-له-بنګله-دېش-سره-لوبې-په-موخه-دغه-هېواد-ته-رسېدلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com