افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت سترې محکمې د کوچني اختر په مناسبت د هیواد له زندانونو څخه د یو شمیر بندیانو د خلاصون حکم صادر کړ.
په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د کوچني اختر په مناسبت د افغانستان له زندانونو څخه ٢١٧٨ تنه خوشې شوي دي.
د سترې محکمې د اعلامیې له مخې، د دغو کسانو خوشې کول د اسلامي امارت د رهبرۍ او د رئیس الوزرا د دفتر، د سترې د رئیس په حکم شوي دي.
د اسلامي امارت سترې محکمې هم ویلي چې د ۴۸۹ نورو بندیانو د بند موده کمه شوې ده.