کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوی اختر په مناسبت د هېواد ۲۱۷۸ بندیان خوشې شول

6 سرطان 1402 ساعت 15:42

د اسلامي امارت سترې محکمې د یوې لایحې په صادرولو سره د لوی اختر په مناسبت د ۲۱۷۸ بندیانو د خلاصون او د یو شمیر نورو بندیانو د بند موده کمه اعلان کړه.


آوا - کابل: د اسلامي امارت سترې محکمې د کوچني اختر په مناسبت د هیواد له زندانونو څخه د یو شمیر بندیانو د خلاصون حکم صادر کړ.
 
په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د کوچني اختر په مناسبت د افغانستان له زندانونو څخه ٢١٧٨ تنه خوشې شوي دي.
 
د سترې محکمې د اعلامیې له مخې، د دغو کسانو خوشې کول د اسلامي امارت د رهبرۍ او د رئیس الوزرا د دفتر، د سترې د رئیس په حکم شوي دي.
 
د اسلامي امارت سترې محکمې هم ویلي چې د ۴۸۹ نورو بندیانو د بند موده کمه شوې ده.
 


د مطلب کود: 272442

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272442/د-لوی-اختر-په-مناسبت-هېواد-۲۱۷۸-بندیان-خوشې-شول

آوا
  https://www.avapress.com