دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۷
د مطلب کود : 272370
د هوا پېژندنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی
د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی، چې نن، دوشنبه او سبا د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو، سیلابونو، سختو بادونو او ورښتونو امکان دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د هوا پېژندنې ادارې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او میدان وردک ولایتونو کې د روان هجري لمریز کال د سرطان میاشتې په پنځمه او شپږمه نېټه احتمال شته.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په بېلابېلو ځايونو کې د اورښت اندازه له لسو څخه تر ٤٠ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې په تېرو مياشتو کې هم د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې سختو بارانونو او سېلابونو ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي وو.
 
https://avapress.com/vdcgux9xzak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته