کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هوا پېژندنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی

5 سرطان 1402 ساعت 12:37

د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی، چې نن، دوشنبه او سبا د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو، سیلابونو، سختو بادونو او ورښتونو امکان دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د هوا پېژندنې ادارې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او میدان وردک ولایتونو کې د روان هجري لمریز کال د سرطان میاشتې په پنځمه او شپږمه نېټه احتمال شته.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په بېلابېلو ځايونو کې د اورښت اندازه له لسو څخه تر ٤٠ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې په تېرو مياشتو کې هم د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې سختو بارانونو او سېلابونو ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي وو.
 


د مطلب کود: 272370

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272370/د-هوا-پېژندنې-ادارې-په-۱۰-ولایتونو-کې-سختو-بارانونو-او-سېلابونو-احتمال-خبرداری-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com