دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۴
د مطلب کود : 272080
په افغانستان کې د جاپان استازي په دغه هېواد کې له امنیت څخه خوښي څرګنده کړه
د افغانستان لپاره د جاپان ځانګړي استازي کاناسوکي ناګاوکا د ملي دفاع وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې د دغه هېواد له امنیت څخه خوښي څرګنده کړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن سه شنبه د جوزا ۳۰ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې: د ملي دفاع وزارت د لوژستیک او تکنالوژۍ وزیر مولوي محمد ظریف مظفري له کاناسوکي سره وکتل.
 
په دې کتنه کې جاپاني پلاوي د امنیت د تامین، له نشه یي توکو سره د مبارزې او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت له کړنو څخه خوښي څرګنده کړه.
 
دواړو لورو د دوستانه اړيکو پر پياوړتيا او دوام د ټينګار تر څنګ په ځينو علاقو وړ موضوعاتو هم خبرې وکړې.
 
په ورته وخت کې په افغانستان کې د جاپان استازي هم د اقتصاد وزارت له سرپرست دین محمد حنیف سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د جاپان حکومت ځانګړي استازي په افغانستان کې د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، افغانستان د اقتصادي ظرفيتونو او بشري منابعو په لرلو سره کولاى شي له داخلي ظرفيتونو او د دوستو سازمانونو له اقتصادي همکاريو څخه په استفادې سره د خپل اقتصادي پرمختګ لاره خپله کړي.
 
https://avapress.com/vdcevw8w7jh8f7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته