کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د جاپان استازي په دغه هېواد کې له امنیت څخه خوښي څرګنده کړه

30 جوزا 1402 ساعت 15:04

د افغانستان لپاره د جاپان ځانګړي استازي کاناسوکي ناګاوکا د ملي دفاع وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې د دغه هېواد له امنیت څخه خوښي څرګنده کړه.


آوا - کابل: د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن سه شنبه د جوزا ۳۰ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې: د ملي دفاع وزارت د لوژستیک او تکنالوژۍ وزیر مولوي محمد ظریف مظفري له کاناسوکي سره وکتل.
 
په دې کتنه کې جاپاني پلاوي د امنیت د تامین، له نشه یي توکو سره د مبارزې او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت له کړنو څخه خوښي څرګنده کړه.
 
دواړو لورو د دوستانه اړيکو پر پياوړتيا او دوام د ټينګار تر څنګ په ځينو علاقو وړ موضوعاتو هم خبرې وکړې.
 
په ورته وخت کې په افغانستان کې د جاپان استازي هم د اقتصاد وزارت له سرپرست دین محمد حنیف سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د جاپان حکومت ځانګړي استازي په افغانستان کې د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، افغانستان د اقتصادي ظرفيتونو او بشري منابعو په لرلو سره کولاى شي له داخلي ظرفيتونو او د دوستو سازمانونو له اقتصادي همکاريو څخه په استفادې سره د خپل اقتصادي پرمختګ لاره خپله کړي.
 


د مطلب کود: 272080

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272080/په-افغانستان-کې-د-جاپان-استازي-دغه-هېواد-له-امنیت-څخه-خوښي-څرګنده-کړه

آوا
  https://www.avapress.com