افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوګر ولایت د رسنیو دفتر د سه شنبې په ورځ (جوزا ۳۰) د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې د لوګر مرستیال والي مولوي عنایت الله شجاع د ښار جوړونې وزارت له یو شمیر انجینرانو سره وکتل.
په دې ناسته کې د اوبو او انرژۍ وزارت انجنیرانو د پل علم ښار د ماسټر پلان په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې ټاکل شوې د راتلونکې یوې میاشتې په اوږدو کې د دغه ښار ماسټر پلان بشپړ شي.
دغو انجنیرانو د لوګر له والي څخه وغوښتل چې د دغه ماسټر پلان په بشپړولو کې ورسره همکاري وکړي.
دوی زیاته کړه، چې د دغه ماسټر پلان په بشپړیدو سره به د ښار هغه ستونزې او نیمګړتیاوې له منځه ولاړې شي، چې اوس مهال شتون لري او لوګر ولایت به د منظمو او معیاري ښارونو په ډله کې شامل شي.
په همدې حال کې د لوګر د ښاري پراختیا او کور جوړونې رئیس مولوي مطیع الله زاهد وايي چې د پل علم ښار ماسټر پلان به لا منظم او له ښاري معیارونو سره برابر وي.
له بلې خوا د لوګر مرستيال والي عنايت الله شجاع د همکارۍ د ژمنې په ترڅ کې زياته کړه چې د پل علم ښار د ماسټر پلان ترتيبول ډېر مهم او اړين دي او بايد ژر تر ژره ترتيب او عملي شي.
د کارپوهانو په اند د افغانستان ډېری ښارونه د لازمو اسانتیاوو د نشتوالي او په هېواد کې د څو کلنو جګړو له امله په منظم او معیاري ډول نه دي جوړ شوي.