کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوګر ولایت د پل علم ښار د ماسټر پلان چارې به ډېر ژر بشپړې شي

30 جوزا 1402 ساعت 13:50

د انرژۍ او اوبو وزارت یو شمېر انجنیرانو د لوګر له مرستیال والي مولوي عنایت الله شجاع سره په کتنه کې وویل چې د لوګر د پل علم ښار د ماسټر پلان چارې به په راتلونکې یوه میاشت کې بشپړې شي.


آوا - کابل: د لوګر ولایت د رسنیو دفتر د سه شنبې په ورځ (جوزا ۳۰) د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې د لوګر مرستیال والي مولوي عنایت الله شجاع د ښار جوړونې وزارت له یو شمیر انجینرانو سره وکتل.
 
په دې ناسته کې د اوبو او انرژۍ وزارت انجنیرانو د پل علم ښار د ماسټر پلان په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې ټاکل شوې د راتلونکې یوې میاشتې په اوږدو کې د دغه ښار ماسټر پلان بشپړ شي.
 
دغو انجنیرانو د لوګر له والي څخه وغوښتل چې د دغه ماسټر پلان په بشپړولو کې ورسره همکاري وکړي.
 
دوی زیاته کړه، چې د دغه ماسټر پلان په بشپړیدو سره به د ښار هغه ستونزې او نیمګړتیاوې له منځه ولاړې شي، چې اوس مهال شتون لري او لوګر ولایت به د منظمو او معیاري ښارونو په ډله کې شامل شي.
 
په همدې حال کې د لوګر د ښاري پراختیا او کور جوړونې رئیس مولوي مطیع الله زاهد وايي چې د پل علم ښار ماسټر پلان به لا منظم او له ښاري معیارونو سره برابر وي.
 
له بلې خوا د لوګر مرستيال والي عنايت الله شجاع د همکارۍ د ژمنې په ترڅ کې زياته کړه چې د پل علم ښار د ماسټر پلان ترتيبول ډېر مهم او اړين دي او بايد ژر تر ژره ترتيب او عملي شي.
 
د کارپوهانو په اند د افغانستان ډېری ښارونه د لازمو اسانتیاوو د نشتوالي او په هېواد کې د څو کلنو جګړو له امله په منظم او معیاري ډول نه دي جوړ شوي.
 


د مطلب کود: 272071

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272071/د-لوګر-ولایت-پل-علم-ښار-ماسټر-پلان-چارې-ډېر-ژر-بشپړې-شي

آوا
  https://www.avapress.com