دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۶
د مطلب کود : 272062
په میدان وردګ کې د څه باندې پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۰ پرمختیايي پروژو چارې بشپړې شوې
د میدان وردګ ولایت د کلیو او پراختیا ریاست سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د څلور میلیونه ۶۳۴۳۷۹ افغانیو په ارزښت ۲۰ پرمختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګ ولایت د کلیو او پراختیا ریاست د سه شنبې په ورځ په یوه ټوېټ کې ویلي، چې دغه پروژې په سیدآباد او جغتو ولسوالیو کې پلې شوې دي.
 
د دغه رياست د مسوولينو په وينا، دغه پروژې د "CDCS" بنسټ په مالي مرسته او د نړيوال پيوستون موسسې په تخنيکي همکارۍ بشپړې شوې دي.
 
د میدان وردګ سیمه ییزو چارواکو زیاته کړه، چې په دې پروژو کې د اوبو ۱۵ څاګانې او د اوبو ۵ واړه ذخیرې شاملې دي.
 
په همدې حال کې د راپورونو له مخې په افغانستان کې پرله پسې وچکالۍ د دې لامل شوې چې زیاتره سیمې د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ شي.
 
د يادونې وړ ده، چې په ميدان وردګ ولايت کې ګڼ شمېر خلک د کرنې په برخه کې د اوبو له کمښت سره مخ دي، خو له دې سره سره حکومت د بندونو د جوړولو د پروژو په ترسره کولو سره تر يوه بريده د هېواد د اوبو په کنټرول کې بريالى شوى دى.
 
https://avapress.com/vdcepw8wwjh8f7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته