دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۹
د مطلب کود : 272020
د دهنه بلخاب ښارګوټي کې اور لګېدنې ۱۵ میلیونه افغانۍ تاوان اړولی دی
د سرپل سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د بلخاب ولسوالۍ د شهرک دهنې په بازار کې تېره شپه اور لګېدنه ۱۵ میلیونه افغانۍ تاوان اړولی دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشريف: د سرپل د پوليسو وياند دين محمد نظري وايي، چې په دې اور لګېدنه کې اووه دوکانونه سوځېدلي او پنځلس ميليونه افغانۍ زيان اوښتى دى.
 
د هغه په ​​وينا، د سيمه ييزو چارواکو له خوا ژر تر ژره اور مړ شو او د خپرېدو مخه يې ونيول شوه.
 
په همدې حال کې د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي محمد حسن، افغان غږ خبری آژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه نهه بجې (جوزا ۲۸) د برېښنا د شارټي له امله رامنځته شوې، چې له امله يې اته دوکانونه سوځېدلي دي.
 
د هغه په ​​وينا، په دې اور کې د جامو پلورنځي، د خوراکي توکو پلورنځي، د سولر تختې او د موبايلونو دوکانونه سوځېدلي دي.
 
https://avapress.com/vdcirrarut1ayu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته