کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دهنه بلخاب ښارګوټي کې اور لګېدنې ۱۵ میلیونه افغانۍ تاوان اړولی دی

29 جوزا 1402 ساعت 15:39

د سرپل سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د بلخاب ولسوالۍ د شهرک دهنې په بازار کې تېره شپه اور لګېدنه ۱۵ میلیونه افغانۍ تاوان اړولی دی.


آوا - مزارشريف: د سرپل د پوليسو وياند دين محمد نظري وايي، چې په دې اور لګېدنه کې اووه دوکانونه سوځېدلي او پنځلس ميليونه افغانۍ زيان اوښتى دى.
 
د هغه په ​​وينا، د سيمه ييزو چارواکو له خوا ژر تر ژره اور مړ شو او د خپرېدو مخه يې ونيول شوه.
 
په همدې حال کې د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي محمد حسن، آوا ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه نهه بجې (جوزا ۲۸) د برېښنا د شارټي له امله رامنځته شوې، چې له امله يې اته دوکانونه سوځېدلي دي.
 
د هغه په ​​وينا، په دې اور کې د جامو پلورنځي، د خوراکي توکو پلورنځي، د سولر تختې او د موبايلونو دوکانونه سوځېدلي دي.
 


د مطلب کود: 272020

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272020/د-دهنه-بلخاب-ښارګوټي-کې-اور-لګېدنې-۱۵-میلیونه-افغانۍ-تاوان-اړولی-دی

آوا
  https://www.avapress.com