دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 271923
په میدان وردګ کې د شاتو په تولید کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی
د میدان وردګ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د سږني لمریز کال د شاتو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دوی په وینا، تېر کال په دغه ولایت کې ۲۶ ټنه شات راټول کړی وو، خو په روان لمریز کال کې د دغه محصول حاصلات ۸۴ ټنو ته رسېدلی دی.
 
په همدې حال کې د میدان وردګ والي د دغه ولایت د کورنیو تولیداتو په ځانګړي ډول شاتو ته د مناسب بازار موندنې په هدف د هڅو خبره کوي.
 
د میدان وردګ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال په دغه ولایت کې د مچیو ۱۳۶ فارمونه فعالیت لري، چې له دې لارې ۵۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
 
باید وویل شي، چې په هېواد کې ډېری کورني لبنیات د مناسب بازار د نشتوالي او بهرنیو هېوادونو ته د لېږد د نشتوالي له امله د سوداګرو اندېښنې راپارولي دي.
https://avapress.com/vdcj8ve8tuqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته