کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په میدان وردګ کې د شاتو په تولید کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی

28 جوزا 1402 ساعت 11:31

د میدان وردګ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د سږني لمریز کال د شاتو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.


آوا - کابل: د دوی په وینا، تېر کال په دغه ولایت کې ۲۶ ټنه شات راټول کړی وو، خو په روان لمریز کال کې د دغه محصول حاصلات ۸۴ ټنو ته رسېدلی دی.
 
په همدې حال کې د میدان وردګ والي د دغه ولایت د کورنیو تولیداتو په ځانګړي ډول شاتو ته د مناسب بازار موندنې په هدف د هڅو خبره کوي.
 
د میدان وردګ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال په دغه ولایت کې د مچیو ۱۳۶ فارمونه فعالیت لري، چې له دې لارې ۵۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
 
باید وویل شي، چې په هېواد کې ډېری کورني لبنیات د مناسب بازار د نشتوالي او بهرنیو هېوادونو ته د لېږد د نشتوالي له امله د سوداګرو اندېښنې راپارولي دي.


د مطلب کود: 271923

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271923/په-میدان-وردګ-کې-د-شاتو-تولید-۶۰-سلنه-زیاتوالی-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com