دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 271920
سږ کال د افغان حاجیانو لپاره ښه خدمات وړاندې شوي دي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه (جوزا ۲۸) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: د حج او اوقافو وزارت افغان حاجیانو ته په ټولو برخو کې ښې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: مجاهد زیاته کړه چې له ټولو حاجیانو څخه غوښتنه کوو چې د حج په مراسمو کې د خپل هیواد او نظام لپاره دعاګانې وکړي.
 
سږ کال د حج مراسم د ټولو اسلامي هېوادونو د میلیونونو حاجیانو په شتون سره په سعودي عربستان کې ترسره کېږي.
 
د يادونې وړ ده، چې د کرونا ويروس د خپرېدو له امله بيت الله الحرام ته د حاجيانو پر ورتګ بنديز لګول شوى و، خو سږ کال د نړۍ له بېلابېلو سيمو څخه ميليونونه حاجيان د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره ځي.
https://avapress.com/vdcgxq9xzak9uy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته