کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سږ کال د افغان حاجیانو لپاره ښه خدمات وړاندې شوي دي

28 جوزا 1402 ساعت 11:12

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه (جوزا ۲۸) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: د حج او اوقافو وزارت افغان حاجیانو ته په ټولو برخو کې ښې اسانتیاوې برابرې کړي دي.


آوا - کابل: مجاهد زیاته کړه چې له ټولو حاجیانو څخه غوښتنه کوو چې د حج په مراسمو کې د خپل هیواد او نظام لپاره دعاګانې وکړي.
 
سږ کال د حج مراسم د ټولو اسلامي هېوادونو د میلیونونو حاجیانو په شتون سره په سعودي عربستان کې ترسره کېږي.
 
د يادونې وړ ده، چې د کرونا ويروس د خپرېدو له امله بيت الله الحرام ته د حاجيانو پر ورتګ بنديز لګول شوى و، خو سږ کال د نړۍ له بېلابېلو سيمو څخه ميليونونه حاجيان د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره ځي.


د مطلب کود: 271920

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271920/سږ-کال-د-افغان-حاجیانو-لپاره-ښه-خدمات-وړاندې-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com