دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 271912
ایران د افغانستان اتباعو ته د سوداګریزو ویزو په ورکولو کې اسانتیاوې برابرې کړې دي
په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې د دغه هېواد اتباعو ته د سوداګریزو ویزو د صادرولو په برخه کې ځانګړي اسانتیاوې برابروي.
افغان غږ خبری آژانس - په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت په یوه ټویټ کې لیکلی: د ایران او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ د پیاوړتیا په موخه، په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت استازی دفترونه چمتو دی چې د خاصو اسانتیاوو سره د کثیرا المسافره ویزې صادر کړي.
 
د ایران د سفارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې افغان سوداګر کولای شي ژر تر ژره په افغانستان کې د دغه هېواد د نمایندګۍ دفترونو ته په مستقیم ډول د تګ او د اړینو اسنادو په وړاندې کولو سره سوداګریزې ویزې ترلاسه کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد د اړتياوو ډېره برخه له ايران څخه واردېږي او افغانستان هم په تېرو دوو کلونو کې په ايران کې د پانګونې له لومړيو شپږو هېوادونو څخه دى.
https://avapress.com/vdchzznii23nqwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته