کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران د افغانستان اتباعو ته د سوداګریزو ویزو په ورکولو کې اسانتیاوې برابرې کړې دي

28 جوزا 1402 ساعت 9:16

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې د دغه هېواد اتباعو ته د سوداګریزو ویزو د صادرولو په برخه کې ځانګړي اسانتیاوې برابروي.


آوا - په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت په یوه ټویټ کې لیکلی: د ایران او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ د پیاوړتیا په موخه، په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت استازی دفترونه چمتو دی چې د خاصو اسانتیاوو سره د کثیرا المسافره ویزې صادر کړي.
 
د ایران د سفارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې افغان سوداګر کولای شي ژر تر ژره په افغانستان کې د دغه هېواد د نمایندګۍ دفترونو ته په مستقیم ډول د تګ او د اړینو اسنادو په وړاندې کولو سره سوداګریزې ویزې ترلاسه کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد د اړتياوو ډېره برخه له ايران څخه واردېږي او افغانستان هم په تېرو دوو کلونو کې په ايران کې د پانګونې له لومړيو شپږو هېوادونو څخه دى.


د مطلب کود: 271912

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271912/ایران-د-افغانستان-اتباعو-ته-سوداګریزو-ویزو-په-ورکولو-کې-اسانتیاوې-برابرې-کړې-دي

آوا
  https://www.avapress.com