دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۹
د مطلب کود : 271911
ذبیح الله مجاهد: په افغانستان کې د انساني قاچاق په اړه د غربي هېوادونو تبلیغات بې بنسټه دي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې ویلي چې په افغانستان کې د انساني قاچاق په اړه د غربي هیوادونو تبلیغات بې اساسه دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: اسلامي امارت د انساني قاچاق اجازه نه ورکوي او هر هغه څوک چې د دغه جرم په تور ونیول شي، د قانون منګولو ته به وسپارل شي او سزا ورکول کیږي.
 
هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د انساني قاچاق په اړه د غربي هېوادونو تبلیغات بې اساسه دي.
 
ښاغلي مجاهد زیاته کړه: انساني قاچاق د افغانستان له پولو بهر ترسره کیږي، چې د افغانستان اسلامي امارت یې مسوولیت نه لري.
https://avapress.com/vdcgqq9xqak9uy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته