کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ذبیح الله مجاهد: په افغانستان کې د انساني قاچاق په اړه د غربي هېوادونو تبلیغات بې بنسټه دي

28 جوزا 1402 ساعت 9:09

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې ویلي چې په افغانستان کې د انساني قاچاق په اړه د غربي هیوادونو تبلیغات بې اساسه دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: اسلامي امارت د انساني قاچاق اجازه نه ورکوي او هر هغه څوک چې د دغه جرم په تور ونیول شي، د قانون منګولو ته به وسپارل شي او سزا ورکول کیږي.
 
هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د انساني قاچاق په اړه د غربي هېوادونو تبلیغات بې اساسه دي.
 
ښاغلي مجاهد زیاته کړه: انساني قاچاق د افغانستان له پولو بهر ترسره کیږي، چې د افغانستان اسلامي امارت یې مسوولیت نه لري.


د مطلب کود: 271911

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271911/ذبیح-الله-مجاهد-په-افغانستان-کې-د-انساني-قاچاق-اړه-غربي-هېوادونو-تبلیغات-بې-بنسټه-دي

آوا
  https://www.avapress.com